9 هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى.
هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“
د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.
خو کۀ سترګې دې خرابې وى نو ستا ټول بدن به په توره تيارۀ کښې وى. او کۀ چرې کومه رڼا چې په تا کښې ده، کۀ هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئ تورتم دے.
کۀ چرې ستا ټول بدن د رڼا نه ډک وى، او يو اندام دې هم په تورتم کښې نۀ وى، نو ستا ټول ژوندون به روښانه وى، داسې لکه چې يوه ډيوه په تا ځليږى.“
او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو.
هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى.
زۀ دُنيا ته لکه د رڼا په شان راغلے يم د دې دپاره چې څوک په ما ايمان راوړى هغه به په تيارۀ کښې پاتې نۀ شى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
”زۀ د انګور اصلى بوټے يم او زما پلار باغوان دے.
بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موسىٰ نۀ وو چې تاسو له يې د آسمان نه من درکړل بلکې دا زما پلار دے چې تاسو له د آسمان نه حقيقى روټۍ درکوى.
او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بېلارې کوى.“
کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته.
نو بيا هم زۀ تاسو ته يو نوے حُکم ليکم چې هغه په رښتيا د مسيح او ستاسو په ژوندون ليدلے کيږى ځکه چې تيارۀ ختميږى او رښتينے نُور اوس هم ځليږى.
او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.