50 عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې ستا د ايمان د راوړو دغه وجه ده چې تا ته مې وئيل چې تۀ مې د اينځر د ونې لاندې ليدلے وې؟ تۀ به د دې نه هم لوئ لوئ کارونه ووينې.“
ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.
د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه.
ځکه چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغې چې څۀ ترې سېوا هم شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.
څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“
کله چې عيسىٰ دا واورېدل نو د هغۀ ايمان ته حېران شو، نو هغۀ ګڼې ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې ما داسې ايمان په بنى اِسرائيلو کښې چرته هم نۀ دے ليدلے.“
بيا نتنىايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“
بيا هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ټولو ته رښتيا وايم چې تاسو به آسمان پرانستے ووينئ او په اِبن آدم به د خُدائ پاک د فرښتو بره ښکته تلل راتلل ووينئ.“
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”په دې چې تا زۀ وليدم نو ايمان دې راوړو. بختور دى هغوئ چا چې زۀ نۀ يم ليدلے او ايمان يې راوړے دے.“