Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 1:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 بيا نتنى‌ايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 1:49
31 Iomraidhean Croise  

مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”ما مقرر کړے دے په خپل مقدس غر، ما دے په صيون کښې خپل بادشاه کړو مقرر.“


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.


د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.


خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.


مالِک خُدائ ستاسو سزا ختمه کړې ده، هغۀ ستاسو دشمنان واپس کړل. مالِک خُدائ، د اِسرائيل بادشاه، ستاسو مل دے، تاسو به بيا هيڅکله د څۀ نقصان نه نۀ يرېږئ.


ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.


نو په کشتۍ کښې ناست مريدان ورته په سجده شول او وې وئيل، ”بې‌شکه، چې تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“


او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“


”صيون لور ته ووايئ چې ګوره، ستا بادشاه درروان دے، څوک چې حليم دے، په خرۀ سور، په کوچاڼے يعنې په کوچى باندې.“


او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى.


خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ.


بيا يې عيسىٰ ګورنر له راوستو او چې هغه هلته ودرېدو نو ګورنر ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“


او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بې‌شکه کۀ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وى نو اوس دې د دې سولۍ نه راکوز شى، نو بيا به پرې مونږ ايمان راوړو.


بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“


پرېږدئ چې مسيح، دا د بنى اِسرائيلو بادشاه، دې اوس د سولۍ نه راکوز شى، چې مونږ دا ووينو او ايمان پرې راوړو.“ تر دې چې د دۀ سره په سولۍ شوو مجرمانو هم دۀ ته سپکې سپورې وئيلې.


فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.


”مبارک دے هغه راتلونکے بادشاه چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. سلامتى دې وى په آسمان کښې او جلال دې وى په اوچت آسمان کښې.“


هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.


ما دا په خپله وليدل او زۀ په دې ګواهى کوم چې دا د خُدائ پاک غوره کړے شوے دے.“


عيسىٰ چې په شا وکتل نو وې ليدل چې دوئ هغۀ پسې روان دى نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ ګورئ؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې ستا د ايمان د راوړو دغه وجه ده چې تا ته مې وئيل چې تۀ مې د اينځر د ونې لاندې ليدلے وې؟ تۀ به د دې نه هم لوئ لوئ کارونه ووينې.“


پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ بادشاه يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ وائې چې زۀ بادشاه يم. آو، زۀ د دې دپاره پېدا شوے يم، او د دې دپاره زۀ دُنيا ته راغلے يم چې د حقيقت ګواهى ورکړم. او هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى.“


په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan