Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 1:48 - Pakistani Yousafzai Pashto

48 نتنى‌ايل ترېنه تپوس وکړو، ”تا زۀ څنګه وپېژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ هغه وخت ليدلے وې چې تۀ لا د اينځر د ونې لاندې وې او فيليپوس لا نۀ وې رابللے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 1:48
14 Iomraidhean Croise  

د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.


فيليپوس او برتلماۍ، توما او متى محصولچى، د حلفى زوئ يعقوب او تدى،


خو کله چې تاسو دُعا کوئ نو خپلې کوټې ته ننوځئ، ور پورې کړئ او خپل پلار ته په زارو شئ، څوک چې د پړدې په دغه ځائ کښې موجود دے. او ستاسو آسمانى پلار څوک چې پټ رازونه وينى، هغه به بدل درکړى.


نو فيليپوس د اندرياس او پطروس په شان د بيتِ‌صيدا اوسېدونکے وو.


هغوئ فيليپوس له راغلل څوک چې د بيتِ‌صيدا د ګليل اوسېدونکے وو، او هغۀ ته يې ووئيل، ”صاحبه، مونږ غواړو چې عيسىٰ سره مِلاو شُو.“


فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پلار وښايه نو مونږ به مطمئن شُو.“


او د بل چا د پوهولو ضرورت ورته نۀ وو ځکه چې هغه د ټولو خلقو د فطرت نه ښۀ خبر وو.


بيا چې عيسىٰ خپلې سترګې اوچتې کړې نو يوه لويه ګڼه يې وليدله چې د هغۀ په طرف راروانه وه. نو عيسىٰ فيليپوس ته وفرمائيل چې، ”مونږ به د دې خلقو دپاره روټۍ د کوم ځائ نه اخلو؟“


فيليپوس ورته جواب ورکړو چې، ”د دوو سوو دينارو روټۍ به هم کافى نۀ وى چې د دې خلقو لږه لږه ورسى.“


د بې‌ايمانه د زړۀ د راز څرګندېدو نه پس به هغه کس د خُدائ پاک په وړاندې په سجده شى او د هغۀ عبادت به وکړى، او اِقرار به وکړى چې، ”بې‌شکه خُدائ پاک په تاسو کښې دے.“


نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan