46 نتنىايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“
فيليپوس او برتلماۍ، توما او متى محصولچى، د حلفى زوئ يعقوب او تدى،
هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“
نو تاسو بيا په خپله سمې فېصلې ولې نۀ شئ کولے؟
نو فيليپوس د اندرياس او پطروس په شان د بيتِصيدا اوسېدونکے وو.
فيليپوس نتنىايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“
هغوئ فيليپوس له راغلل څوک چې د بيتِصيدا د ګليل اوسېدونکے وو، او هغۀ ته يې ووئيل، ”صاحبه، مونږ غواړو چې عيسىٰ سره مِلاو شُو.“
فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پلار وښايه نو مونږ به مطمئن شُو.“
”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“
بيا چې عيسىٰ خپلې سترګې اوچتې کړې نو يوه لويه ګڼه يې وليدله چې د هغۀ په طرف راروانه وه. نو عيسىٰ فيليپوس ته وفرمائيل چې، ”مونږ به د دې خلقو دپاره روټۍ د کوم ځائ نه اخلو؟“
فيليپوس ورته جواب ورکړو چې، ”د دوو سوو دينارو روټۍ به هم کافى نۀ وى چې د دې خلقو لږه لږه ورسى.“
هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“
خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.