Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 1:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 په هغوئ کښې يو اندرياس د شمعون پطروس ورور وو چا چې هغه خبرې واورېدې کومې چې يحيىٰ کړې وې نو بيا هغه عيسىٰ پسې روان شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 1:40
11 Iomraidhean Croise  

د هغه دولسو مريدانو نومونه دا دى، اول شمعون چې پطروس ورته وائى او د هغۀ ورور اندرياس، د زبدى زوئ يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا،


يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”راشئ او وګورئ،“ نو هغوئ د هغۀ سره لاړل او هغه ځائ يې وليدلو چرته چې هغه پاتې کېدو او هغوئ نوره ورځ د هغۀ سره تېره کړله چې دا تېر ماسپښين وو.


او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو.


بيا مريدانو يو تر بله ووئيل چې، ”ولې چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“


د هغۀ په مريدانو کښې اندرياس چې د شمعون پطروس ورور وو، هغۀ ته ووئيل چې،


کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ هغه بالاخانې ته لاړل چرته چې هغوئ دېره وُو. څوک چې هلته موجود وو هغوئ کښې پطروس، يوحنا، يعقوب، اندرياس، فيليپوس، توما، برتلماۍ، متى، يعقوب د حلفئ زوئ، شمعون ننګيالے او يهوداه د يعقوب زوئ وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan