36 چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“
نو اِسحاق وفرمائيل، ”پلاره.“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زما زويه؟“ اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”ما ته پته ده چې تا سره سکارۀ او لرګى شته، خو د قربانۍ دپاره ګډُورے چرته دے؟“
اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.
بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.
کله چې هغه دوو مريدانو د هغۀ دا خبره واورېدله نو عيسىٰ پسې روان شول.
او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.