32 بيا يحيىٰ دا ګواهى ورکړله چې، ”ما روحُ القُدس د آسمان نه لکه د يوې کونترې په شان په راکوزېدو وليدلو چې د هغۀ سره پاتې شو.
د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح،
د بپتسمې نه پس عيسىٰ د اوبو نه سمدستى راوختلو او په هغه وخت ورته آسمان کولاو شو او د خُدائ پاک روح يې وليدو چې د کونترې په شکل په هغۀ راکوزېدو.
څۀ وخت چې هغه د اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانونه پرانستى وليدل او روحُ القُدس د کونترې په شکل کښې په هغۀ رانازل شو.
او روحُ القُدس د يوې کونترې په شکل په عيسىٰ راکوز شو او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”تۀ زما محبوب زوئ يې، ستا نه زۀ راضى يم.“
زۀ په خپله هغه نۀ پېژنم، خو زۀ په دې وجه د اوبو سره د بپتسمې ورکولو دپاره راغلم چې هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند شى.“
هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى.
بلکې يو بل څوک هم شته چې هغه زما دپاره ګواهى ورکوى او ما ته پته ده چې د هغۀ ګواهى زما په حقله رښتينې ده.