28 دا ټولې خبرې د بيتِعنياه په ښار کښې وشوې چې د اُردن بلې غاړې ته دے، چرته چې يحيىٰ بپتسمه ورکوله.
بله ورځ عيسىٰ ګليل ته د تلو نيت وکړو. فيليپوس مخې له ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“
عيسىٰ بيا د اُردن د سيند پورې غاړه هغه ځائ ته لاړو چرته چې به يحيىٰ اول بپتسمه ورکوله. او هغه هلته پاتې شو.
”دا عطر په درې سوه ديناره ولې خرڅ نۀ کړے شو چې پېسې يې خوار غريب له ورکړے شوے وے؟“
يحيىٰ هم په عينون کښې بپتسمه ورکوله، کوم چې شاليم ته نزدې دے، ځکه چې په هغه ځائ کښې اوبۀ ډيرې وې، او خلق هغۀ له راتلل او بپتسمه يې اخستله.
نو هغوئ يحيىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، تا سره چې د اُردن نه پورې غاړه کوم سړے وو د چا په حقله چې تا ګواهى کړې وه، هغه هم بپتسمه ورکوى، هر څوک ورته ورځى.“
جدعون د غرونو مُلک ټول اِفرائيم ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ووائى، ”لاندې راشئ او د ميديانيانو سره جنګ وکړئ. د اُردن سيند او د بيتباره پورې ټول نِهرونه ونيسئ، چې ميديانيان ترې نه راپورې نۀ وځى.“ نو د اِفرائيم سړى راغونډ کړے شول او هغوئ د اُردن سيند او د بيتباره پورې نِهرونه ونيول.