25 د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“
او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“
عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“
هغۀ هغوئ ته د خپلو ګناهونو په اقرار کولو سره د اُردن د سيند په اوبو بپتسمه ورکړه.
بيا هغه کسان چې فريسيانو رالېږلى وُو
هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“
خو هغه به تاسو له زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ.
زۀ به هغوئ له د هغوئ د خپلو خلقو نه ستا په شان يو پېغمبر ورولېږم، زۀ به هغۀ ته وښايم چې هغه به څۀ وائى او زۀ چې کوم حُکم ورکوم نو هم هغه شان به يې خلقو ته ورسوى.