24 بيا هغه کسان چې فريسيانو رالېږلى وُو
اے ړندو فريسيانو، اول د دننه نه کنډول او رکېبۍ وينځئ، نو بهر نه به هم وينځلے شى.
کله چې عيسىٰ د کوره بهر شو نو فريسيانو او د شرعې عالمانو دا کوشش وکړو چې د هغۀ سخت مخالفت شروع کړى او د دۀ نه بېواره بېواره تپوسونه وکړى،
او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه.
خو بې د فريسيانو او د شرعې د عالمانو نه چا چې د هغۀ د بپتسمې نه اِنکار کړے وو او د ځان دپاره يې د خُدائ پاک د حُکم نه مخ اړولے وو.
هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“
د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“
ځکه چې صدوقيان وائى چې نۀ قيامت نۀ فرښتې او نۀ روح شته، خو فريسيان درې واړه منى.
دوئ ما د ډېر وخت نه پېژنى او کۀ غواړى نو دا تپوس هم کولے شى چې زۀ يو فريسى يم کومه چې زمونږ د مذهب د ټولو نه سخته فرقه ده.