20 هغۀ صفا ووئيل او اِنکار يې ونۀ کړو چې، ”زۀ مسيح نۀ يم.“
هغه په خپله خو نُور نۀ وو خو هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو.
کله چې يحيىٰ خپل خِدمت پوره کولو نو هغۀ ووئيل چې، ”زۀ هغه مسيح نۀ يم کوم چې ستاسو خيال دے، خو زما نه پس هغه څوک راروان دے چې زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم.“