15 يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“
مالِک خُدائ د هر څۀ نه وړاندې چې نور څۀ پېدا کړى، د ټولو نه اول يې زۀ پېدا کړم.
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
خو تۀ، اے د بيتلحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.
زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.
هغۀ به دا اِعلان کولو چې، ”زما نه پس به هغه څوک راځى چې زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.
خو يحيىٰ هغوئ ټولو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو له په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې راتلونکے دے هغه زما نه ډېر زورَور دے، او زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.
هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“
نو اے پلاره، اوس تۀ ما له په خپل حضور کښې لوئى راکړه، هغه لوئى چې کومه ما د دُنيا د پېدا کېدو نه اول ستا په حضور کښې لرله.
عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“
او هغه په خپله د ټولو څيزونو نه اول پېدا شوے دے او ټول څيزونه په خپله يو ځائ قائم ساتى.
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
هغه آواز ما ته ووئيل چې، ”څۀ چې تۀ وينې هغه په يو کِتاب کښې وليکه او اوو واړو جماعتونو ته يې ولېږه، يعنې اِفِسوس، سمرنه، پرګمون، تواتيره، سرديس، فيلدِلفيه، او لوديکيه ته.“
د سمرنه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې، څوک چې اول او آخر دے، او څوک چې مړ شو او بيا ژوندے شو، هغه داسې فرمائى،