13 داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو.
د هغې جوړه بچى پېدا کېدونکى وُو او د پېدا کېدو نه مخکښې دوئ د مور په خېټه کښې په ضد شول. نو هغې د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”په ما داسې ولې کيږى؟“
عِيسو په اِسحاق ګران وو، ځکه چې عِيسو به کوم ځناور ښکار کړل نو اِسحاق د دې د خوړلو شوقين وو، خو په رِبقه يعقوب ګران وو.
اِسحاق ويرېدو او ټول رپېدلو او هغۀ تپوس وکړو، ”نو بيا هغه څوک وو، چې ښکار يې وکړو او هغه غوښه يې ما له راوړه؟ ستا د راتلو نه لږ مخکښې ما هغه وخوړه. ما هغۀ له خپل آخرى برکت ورکړو، نو دا د هغۀ د همېشه دپاره دے.“
ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه او ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“
کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.
تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“
ما کرونده وکړه، اپولوس اوبۀ ورکړې، خو وده ورته خُدائ پاک ورکړه.
ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.
نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.
هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.
ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ.
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو،
لکه د نوؤ پېدا شوو ماشومانو په شان د خالص روحانى پيو خواهشمند اوسئ نو چې د دې په وسيله تاسو په خلاصون کښې لوئ شئ.
خو څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغوئ قصداً ګناه نۀ کوى ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ذات قائم وى، نو هغه ګناه نۀ کوى ځکه چې هغه د خُدائ پاک بچے دے.
ګرانو دوستانو، راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى.
د چا چې دا ايمان وى چې عيسىٰ هم مسيح دے، هغه د خُدائ پاک روحانى بچے دے. او هر څوک چې د پلار سره مينه کوى هغه د هغۀ د بچى سره هم مينه کوى.
مونږ ته پته ده چې څوک چې د خُدائ روحانى بچى دى هغوئ په ګناه کښې نۀ اوسيږى، خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى.
ځکه چې د خُدائ پاک هر يو روحانى بچے په دُنيا غالب شوے دے. او دا هغه کاميابى ده کومه چې د ايمان په وسيله مونږ حاصله کړې ده.