Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 1:11
17 Iomraidhean Croise  

عيسىٰ جواب ورکړو ”زۀ صرف د بنى اِسرائيل د خاندان د ورکو شوو ګډو دپاره رالېږلے شوے يم.“


خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.


هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو.


خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى،


هغۀ بيا مريد ته وفرمائيل، ”دغه ستا مور ده.“ د هغه وخت نه پس هغه مريد هغه خپل کور ته بوتله.


هغۀ چې څۀ ليدلى او اورېدلى دى د هغې ګواهى کوى، خو هيڅوک هم د هغۀ ګواهى نۀ منى.


زما وروڼو، تاسو چې د اِبراهيم اولاد يئ او غېر‌يهوديان چې د خُدائ پاک نه يره کوئ، مونږ ته د خلاصون دا پېغام رالېږلے شوے دے.


بيا پولوس او برنباس په ډاګه ووئيل چې، ”دا ضرورى وه چې اول دې تاسو بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک کلام واورولے شى، خو چې تاسو يې نۀ قبلوئ او خپل ځانونه د تل عُمرى ژوندون لائق نۀ ګڼئ، نو اوس مونږ غېر‌يهوديانو ته دعوت ورکوو.


بيا مونږ يو بل سره خُدائ په امانى وکړه او مونږ کشتۍ ته وختلو او هغوئ خپل کور ته واپس لاړل.


ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى


زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى،


اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين.


خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan