18 لاړ شئ او هغوئ زر راولئ چې په مونږ باندې دومره ژړا او سندرې ووائى ترڅو زمونږ سترګې د اوښکو نه ډکې شى، او زمونږ د بڼو نه اوښکې روانې شى.“
د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى
ځکه ما ووئيل، ”ما پرېږده چې په چغو چغو وژاړم. ما له د تسلۍ راکولو کوشش مۀ کوئ. ما پرېږدئ چې د خپلو خلقو دپاره وژاړم، زۀ ګورم چې هغوئ تباه کيږى.“
کۀ تاسو اوس هم غوږ ونۀ نيسئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه پټ پټ وژاړم. زما سترګې به ترخه ژړا وکړى او ډکې به شى او اوښکې به ترې بهيږى. ځکه چې دشمن به د مالِک خُدائ قوم لکه د يوې رمې په شان راګېر کړى او قېدولو له به يې بوځى.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.
د اول نه تر آخره پورې دې شرمناک د بعل بُت زمونږ د پلار نيکۀ د محنت مېوه، د دوئ رمې او څاروى، زامن او لوڼه ټول قبضه کړى دى.
مونږ له په کار دى چې بېعزتى او شرم قبول کړُو او په شرمونو پټ شُو. ځکه چې مونږ د خپل پلار نيکۀ سره د خپل مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په خلاف ګناه کړې ده. د اول نه تر آخره پورې مونږ د خپل مالِک خُدائ پيروى نۀ ده کړې.“
د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه.
مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى، ”اے زما غوره شوى قومه، د ټاټ جامې واغوندئ او په ايرو کښې ولوغړېږئ. داسې بد بد وير وکړئ لکه څوک يې چې په يک يو زوئ باندې کوى،“ ځکه چې تباه کوونکى به په مونږ ناګهانه حمله وکړى.
”خپل وېښتۀ د وير دپاره کل کړئ او لرې يې وغورزوئ. په اوچتو خُشکو غرونو د وير او ماتم سندرې ووايئ، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ رد کړل او دا نسل يې خپل قهر او غضب ته پرېښودلو.
”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.
زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“
اے ښځو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ، او د هغۀ د خولې هرې خبرې ته غوږ ونيسئ. خپلو لوڼو ته د سندرو او ماتم کولو تعليم ورکړئ، او يو بل ته په خپلو کښې د ماتم کولو تعليم ورکړئ.
هغه ټوله شپه په سلګو او ژړا تېروى، او په مخ يې د اوښکو سېلابونه بهيږى. په ټولو عاشقانو کښې يې يو هم پاتې نۀ وو، چې ورله تسلى ورکړى. د هغې ټولو دوستانو د هغې سره بېوفائى کړې ده، او د هغې دشمنان جوړ شوى دى.
زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بېهوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.
زۀ ستا په حقله څۀ ووايم، او د چا سره دې برابره کړمه؟ اے يروشلم لورې، تا د څۀ سره مقايسه کړمه چې تا ته تسلى درکړمه؟ اے صيون پېغلې لورې، د سمندر د ژوروالى په اندازه ستا تباهى ده، څوک به تا ته شفا درکړى؟
مالِک ته په زوره چغې ووهه، اے د نيازبين صيون لور دېوالونو، د اوښکو نِهرونه دې لکه د سېلاب په شان وبهيږى، په شپه او ورځ کښې دې وبهيږى. خپل ځان ته آرام مۀ ورکوه او په سترګو دې ژړا مۀ بندوه.
زما د خلقو د تباهۍ په وجه زما د سترګو نه د اوښکو سيندونه بهيږى.
نو ځکه مالِک خُدائ، ربُ الافواج قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په ټولو کوڅو کښې به ژړاګانې وى او په هر چوک کښې به د مړو وير وى. زمينداران د ماتم کولو دپاره راوغوښتلے شى او کسبى ماتم کوونکى به د ژړا دپاره راوغوښتلے شى.
هر کله چې هغه نزدې راغلو، ښار يې وليدلو نو هغۀ په دې باندې وژړل،