1 ”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.
د اوښکو سېلابونه مې د سترګو نه بهيږى ځکه چې ستا په شريعت باندې عمل نۀ کيږى
اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم، هر وخت راته خلق لګيا وى، ”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“
زۀ به په هوا کښې الوتلے د دې ځايه وے، زۀ به په صحرا کښې اوسېدلے وے.
خو اوس زۀ د سبماه د انګورو باغونو دپاره هم هغه شان ژاړم لکه څنګه چې د يعزير دپاره ژاړم. د حسبون او اِلىعالى دپاره زما اوښکې توئيږى، ځکه چې د فصل لَو نۀ کيږى چې خلق ورسره خوشحاله شى.
ځکه ما ووئيل، ”ما پرېږده چې په چغو چغو وژاړم. ما له د تسلۍ راکولو کوشش مۀ کوئ. ما پرېږدئ چې د خپلو خلقو دپاره وژاړم، زۀ ګورم چې هغوئ تباه کيږى.“
کۀ تاسو اوس هم غوږ ونۀ نيسئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه پټ پټ وژاړم. زما سترګې به ترخه ژړا وکړى او ډکې به شى او اوښکې به ترې بهيږى. ځکه چې دشمن به د مالِک خُدائ قوم لکه د يوې رمې په شان راګېر کړى او قېدولو له به يې بوځى.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”يرمياه هغوئ ته دا ووايه، زما د سترګو نه شپه او ورځ اوښکې بهيږى، زما ژړا نۀ ودريږى، ځکه چې زما قوم چې په ما لکه د لور په شان ګران دے سخت زخمى شوے دے او زيات ژوبل شوے دے.
خو د دې هر څۀ باوجود، د هغې بېوفا خور يهوداه ما ته په پوره زړۀ سره راونۀ ګرځېدله، خو صرف په ظاهرى شکل سره زما طرف ته راواپس شوه. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
واى! واى! زۀ په درد او مصيبت کښې راګېر شوم. زړۀ مې درزيږى نور زۀ چپ پاتې کېدے نۀ شم. ځکه چې ما د دشمن د جنګ د بيګل آوازونه واورېدل او د دوئ د جنګ د ناروا شور آوازونه مې واورېدل.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ څنګه تاسو معاف کړم؟ ستاسو بچو زۀ پرېښے يم او دوئ په هغه معبودانو يقين وکړو چې په حقيقت کښې هغه رښتينى نۀ دى. کۀ څۀ هم ما د هغوئ ټول ضرورتونه پوره کړل، خو هغوئ لکه د بېوفا ښځې په شان زنا وکړه او د چکلې مخې ته يې قطارونه جوړ کړل.
مالِک خُدائ خپلو خلقو ته فرمائى، ”اے زما غوره شوى قومه، د ټاټ جامې واغوندئ او په ايرو کښې ولوغړېږئ. داسې بد بد وير وکړئ لکه څوک يې چې په يک يو زوئ باندې کوى،“ ځکه چې تباه کوونکى به په مونږ ناګهانه حمله وکړى.
نو بيا ما ووئيل چې خوشحالى زما نه لاړه او زما د خفګان علاج نشته، او دننه زړۀ مې بېهوشه دے.
لاړ شئ او هغوئ زر راولئ چې په مونږ باندې دومره ژړا او سندرې ووائى ترڅو زمونږ سترګې د اوښکو نه ډکې شى، او زمونږ د بڼو نه اوښکې روانې شى.“
زما سترګې د خفګان نه په ژړا ستړې شوې دى. زما زړۀ د غم نه نا آرامه دے. زما زړۀ د خفګان نه چاؤدلے دے، په دې وجه چې زما خلق تباه شوى دى ځکه چې د پيو او واړۀ ماشومان بېهوشه دى او د ښار په سړکونو دپاسه مړاوى کيږى.
په تا کښې خلق په پېسو مرګونه کوى، تاسو سود کوئ او ډېره زياته ګټه اخلئ، او د خپلو ګاونډيانو نه ناجائزه ګټه کوئ. تاسو زۀ هېر کړے يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
هغوئ ټول زناکاران دى. هغوئ لکه د سور کړے شوى تنور په شان دى چې دومره ګرم وى چې د نانبائى د لاس وروړو ضرورت ورته نۀ وى. کۀ هغه اوړۀ واغږى او هغه خمبيره شى نو بيا هم تنور دومره ګرم وى چې روټۍ به پرې پخې شى.