يرمياه 8:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 تاسو څنګه دا وايئ چې، مونږ ټول هوښياران يُو ځکه چې مونږ سره د مالِک خُدائ شريعت موجود دے؟ او حال دا چې د شريعت عالمانو په خپلو دروغو سره اصلى شريعت بدل کړے دے. Faic an caibideil |
نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“