Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 8:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 تر دې چې مختلف مارغان لکه ډينګان، ګوګوشتکې، طوطاګرکى او زاڼى هم په دې پوهيږى چې اوس موسم بدل شو او راواپس کيږى. خو زما غوره شوے قوم زما د قانون نه ناخبره دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 8:7
10 Iomraidhean Croise  

په زمکه ګلونه راښکاره شونه، د سندرو وئيلو موسم رارسېدلے دېنه، زمونږ په مُلک کښې د ګوګوشتکو آوازونه اورېدلے کيږينه.


غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“


د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.


ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.


مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“


نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.


ځکه خو شريعت بې‌اثره دے او اِنصاف هيڅکله نۀ کيږى. بدعمله خلق د صادقانو نه راتاو شى چې اِنصاف تالا والا کړى.


بيا ما بره وکتل، او زما په وړاندې دوه ښځې وې، چې وزرې يې په هوا کښې وې. د هغوئ وزرې لکه د زاڼې د وزرې په شان وې، او هغوئ دا ټوکرۍ د زمکې نه آسمان ته وخېژوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan