Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 8:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو بيا د يروشلم خلق د صحيح لارې نه ولې اوړېدلى دى؟ دوئ په دروغو او دوکه مارۍ کښې خپل ځان انغښتے دے او ما ته د واپس راتلو نه اِنکار کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 8:5
26 Iomraidhean Croise  

زما نصيحتونه راټينګ کړه او دا مۀ پرېږده چې ستا نه لاړ شى. د هغوئ ښۀ حفاظت وکړه ځکه چې دا ستا ژوندون دے.


خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“


هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى.


دا داسې دى لکه چې څوک ايرې خورى. هغه خپلو کم عقلو سوچونو بې‌لارې کړے دے. هغه به په خپل زړۀ کښې دا خبره هم نۀ اچوى چې، ”زما په لاس کښې چې کوم بُت دے هغه په رښتيا خُدائ نۀ دے.“


زما خلق ما ته فرياد کوى او وائى چې، زمونږ ګناهونه زمونږ خِلاف ګواهى ورکوى، خو اے مالِکه خُدايه، د خپل نوم د خاطره دې زمونږ مدد وکړه. مونږ ستا نه په څو ځله اوړېدلى يُو، او ستا خِلاف مو ګناه کړې ده.


ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بې‌حده هېر کړے يم.


ولې تۀ به د تل دپاره ما ته په قهر يې څۀ؟ ولې ستا غضب به د تل دپاره په مونږ باندې وى څۀ؟“ تۀ خو داسې وائې مګر څومره بدعملى چې تا نه کېدے شى دومره کوې.“


لکه څنګه چې د يو ښکارى پنجره د مارغانو نه ډکه وى، نو هم دغه شان د دوئ کور هم د شرارت او فساد نه ډک وى. هم دا وجه ده چې دوئ ډېر زورَور او مالداره شوى دى،


اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.


نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.


بيا ما په تاسو باندې محافظان مقرر کړل چا چې به تاسو ته وئيل، د بيګل آواز ته غوږ ونيسئ. خو تاسو ووئيل چې، نه مونږ به ورته توجو نۀ ورکوو.


اے د دُنيا قومونو غوږ شئ، زۀ په دې خلقو افت راولم، کوم چې د دوئ د خپلو منصوبو مېوه ده، ځکه چې دوئ زما کلام ته توجو ورنۀ کړه او زما شريعت يې رد کړو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو د دوکه مارانو او د دروغژنو په مينځ کښې اوسېږئ، او د خپلو دوکه کولو په وجه دوئ نۀ غواړى چې ما وپېژنى.“


ټولو بنى اِسرائيلو ستا د شريعت خلاف ورزى کړې ده، مخ يې ترې نه اړولے دے او ستا د منلو نه يې اِنکار کړے دے. نو په دې وجه هغه لعنتونه او قسم خوړلے شوى افتونه چې د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى په مونږ نازل شول، ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.


خو هغوئ به مِصر ته واپس شى او د اسور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى، ځکه چې هغوئ ما ته د راګرځېدو نه اِنکار کړے دے.


زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم.


اوس هغوئ ګناه کولو کښې اضافه کوى او خپلو ځانونو دپاره د سپينو زرو نه بُتان جوړوى. بيا چې انسان د خپلو لاسونو مهارت سره کوم بُتان جوړ کړى وُو نو هم هغه بُتانو ته وائى چې، ”دې ته قربانۍ پېش کړئ. او دا د سخى بُت ښکل کړئ.“


د ضدى سخى په شان بنى اِسرائيل ضدى دے. نو بيا مالِک خُدائ څنګه هغه د څران په لوئ مېدان کښې لکه د يو ګډورى په شان وڅروى؟


خو هغوئ په دې غور کولو نه اِنکار وکړو، او په سرکشۍ سره يې ورته شا کړه او خپل غوږونه يې بند کړل.


خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ.


خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.


نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟


بس په هغه څۀ تر هغې ټينګ پاتې شئ ترڅو چې زۀ درنۀ شم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan