Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 8:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او هر چرته چې د دې بدعمله قوم ژوندى کسان کوم چې ما خوارۀ وارۀ کړى دى اوسيږى، نو هغوئ به د ژوند نه په مرګ باندې خوشحاله وى.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ دا وفرمائيل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 8:3
22 Iomraidhean Croise  

الياس په بيابان کښې ټوله ورځ مزل وکړو. هغۀ مزل بس کړو او د جارُو د ونې د سورى لاندې کښېناستو او هغۀ غوښتل چې مړ شى. هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، بس دے، ما ووژنه، زۀ د خپل پلار نيکۀ نه ښۀ نۀ يم.“


زۀ به په خپله د خپلې رمې باقى پاتې شوى خلق د هغه ټولو مُلکونو نه راغونډ کړم کومو ته چې ما شړلى وُو او خپل وطن ته به يې واپس راولم. چرته چې به هغوئ مېوه ونيسى او د هغوئ شمېر به ډېر شى.


خو هغوئ به داسې وائى چې، قسم دے په هغه ژوندى مالِک خُدائ باندې چا چې د بنى اِسرائيل نسل د شمال او د نورو مُلکونو نه واپس راغونډ کړو کله چې هغۀ هغوئ تس نس کړى وُو. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو ته اجازت درکړم چې ما پېدا کړئ. زۀ به ستاسو مُلک دوباره تاسو له درکړم. د هغه ټولو مُلکونو او ځايونو نه به تاسو واپس راولم په کومو کښې چې ما خوارۀ کړى وئ، او زۀ به تاسو هغه مُلک ته واپس راولم د کوم نه چې ما تاسو جلاوطن کړى وئ، مالِک خُدائ فرمائى.


ځکه چې مونږ ته په بابل کښې هغۀ پېغام راولېږلو، او پېشګوئې يې وکړه چې زمونږ په جلاوطنۍ کښې به ډېر وخت لګيږى. نو هغۀ ووئيل، تاسو په دې وجه کورونه جوړ کړئ او هلته په کښې اوسېږئ، باغونه وکَرئ او د هغې مېوې خورئ.“


نو بيا هغوئ ټول د يهوداه مُلک ته واپس راغلل، په مصفاه کښې جدلياه ته، د هغه ټولو مُلکونو نه کوم ته چې هغوئ خوارۀ شوى وُو. او هغوئ د اوړى ډيرې مېوې او انګور راټول کړل.


”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو هغه تباهى په خپله وليده چې کومه ما په يروشلم او د يهوداه په نورو ټولو ښارونو باندې راوستله. او نن دا شاړ او تباه شوى پراتۀ دى،


نو په دې وجه ما خپل سخت قهر د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو لکه د اور په شان نازل کړو، او هغه يې تر نن ورځ پورې تباه او په خرابه بدل کړل.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”تر دې چې کوم کسان په اِسرائيل کښې پاتې شوى دى هغوئ به دوباره راوشوکولے شى، لکه څنګه چې باغوان دوباره په بوټى کښې د پاتې شوو انګورو دانو د راشوکولو لټون کوى.“


مالِکه، تۀ صادق يې، خو نن ورځ مونږ د يهوداه او يروشلم او د ټول بنى اِسرائيل خلق، نزدې او لرې شرمنده يو، په هغه ټولو مُلکونو کښې چرته چې تا مونږ د خپلو غدارى په وجه خوارۀ کړى يُو.


زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.


دا کلام واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خلاف فرمائى، اے بنى اِسرائيلو، دا د هغه ټولو قبيلو خلاف دے چې ما د مِصر نه بهر راويستى دى،


نو اوس، اے مالِکه خُدايه، ما مړ کړه، ځکه چې د دې ژوند نه به مرګ ښۀ وى.“


نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د دې قوم خلاف د تباهۍ منصوبه جوړوم، د دې نه به تاسو ځان خلاص نۀ کړئ. تاسو به نور په غرور کښې نۀ ګرځئ، ځکه چې دا به د افت وخت وى.


ما تاسو له د برکت او لعنت په مينځ کښې خوښه درکړې ده. کله چې په تاسو باندې دا ټول کارونه شوى وى او تاسو د هغه قومونو په مينځ کښې اوسېږئ چرته چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوارۀ وارۀ کړى يئ، نو تاسو به هغه خوښه راياده کړئ چې ما درکړې ده.


کۀ د دُنيا آخرى سر ته هم لېږلے شوى يئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو راغونډ کړى او واپس به مو راولى،


او هغوئ غرونو او ګټانو ته چغې وهلې چې، ”په مونږ راپرېوځئ او مونږ د هغۀ د سترګو نه چې د تخت دپاسه ناست دے او د ګډُورى د قهر و غضب نه پټ کړئ.


په دې ورځو کښې به خلق مرګ غواړى خو مرګ به ورته نۀ ملاويږى، هغوئ به د مرګ خواهش کوى خو مرګ به د هغوئ نه تښتى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan