Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 8:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 واورئ. زمونږ د دشمن د آسونو شڼېدل د دان د ښار نه اورېدلے کيږى. او د هغوئ د آسونو د هڼېدلو نه ټوله زمکه په لړزېدو ده. هغوئ د دې دپاره راغلى دى چې دا مُلک او هر څۀ چې په کښې دى تباه کړى، ښارونه او هر څوک چې په کښې اوسيږى تېر کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 8:16
22 Iomraidhean Croise  

د قحطۍ مُولخانو په شان د دې ټوپ تا جوړ کړے دے؟ او يا د دې هغه د رُعب والا آوازونه تا جوړ کړى دى څۀ چې خلق يروى؟


دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.


څوک چې تا نۀ پېژنى خپل قهر و غضب دې په هغه خلقو نازل کړه، او په هغه چا څوک چې ستا نوم په خولۀ نۀ اخلى، ځکه چې ستا قوم بنى اِسرائيل يې وژلى دى، او هغوئ دوئ لواړ تېر کړى او تباه کړى يې دى، او مُلک يې ورله وران ويجاړ کړے دے.


د اول نه تر آخره پورې دې شرمناک د بعل بُت زمونږ د پلار نيکۀ د محنت مېوه، د دوئ رمې او څاروى، زامن او لوڼه ټول قبضه کړى دى.


خو هر هغه څوک چې تاسو روغ تېروى هغوئ به روغ تېر کړے شى، او ستاسو ټول دشمنان به جلاوطن کړے شى. هر هغه څوک چې تاسو لوټ کوى هغوئ به لوټ کړے شى، او څوک چې په تاسو باندې حمله کوى په هغوئ باندې به حمله وکړے شى.


”مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د يرې ژړا اورم، هلته دهشت دے او امن نشته.


په غرونو باندې مې نظر واچولو نو دا خوځېدل او غونډو هم ټالونه خوړل.


د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.


هغوئ به د آسونو د سومونو او پښو ټکار واورى، او د دشمن د جنګى ګاډو غرار او د هغوئ د پايو شور به واورى. پلاران به د يرې نه جام شى او د خپلو بې‌وسه ماشومانو د بچ کولو دپاره به شاته نۀ ګورى.


هغوئ به ستاسو فصلونه او خوراک لواړ تېر کړى، هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه ووژنى. هغوئ به ستاسو رَمې او څاروى تباه کړى، او هغوئ به ستاسو د انګورو او د اينځر ونې تباه کړى. تاسو چې په کومو محفوظو ښارونو باندې بهروسه کوئ نو د هغې لښکرې به يې تباه برباد کړى.


هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى.


زمکه لړزيږى او د دردونو په وجه چورليږى، ځکه چې مالِک خُدائ د بابل په خلاف چې کومه منصوبه تياره کړې ده هغه نۀ بدلېدونکې ده. نو بابل به په خرابه بدل کړے شى او يو کس به هم هلته نۀ اوسيږى.


هغوئ په ليندو او نېزو سره سمبال دى، هغوئ ټول ظالمان او بې‌رحمه دى. ټول جنګيالى يې په آسونو سوارۀ او په جنګى صف بندۍ کښې راروان دى او د هغوئ شور لکه د غضبناک سمندر په شان دے او په تا، صيون لورې، د حملې کولو دپاره تيار دى.“


د کوړو ټسار ته، د پايو چغار ته، د آسونو ترپار ته، او د جنګى ګاډو درزار ته غوږ ونيسئ.


غرونو تۀ وليدلې او ولړزېدل، د اوبو سېلابونه وبهېدل، ژورو اوبو شور جوړ کړو، او خپلې چپې يې اوچتې کړې.


ځکه ”دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.“


خو کۀ تاسو ته څوک ووائى چې، ”دا بُت ته د قربانۍ غوښه ده،“ نو د هغۀ د ضمير د خاطره هغه مۀ خوره.


هغوئ د دې نوم د ليس نه دان ته بدل کړو، دان د هغوئ پلار نيکۀ او د يعقوب زوئ وو.


بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.


بيا آسونه په منډه راغلل، او د خپلو پښو د سومونو نښې يې په زمکه باندې جوړې کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan