يرمياه 8:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 نو په دې وجه به زۀ د هغوئ ښځې پردو سړو ته حواله کړم او زمکه او جائيداد به يې هم نورو خلقو له ورکړم. ځکه چې د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى. Faic an caibideil |
څومره ښځې چې په دې شاهى محل کښې ژوندۍ پاتې وى نو هغوئ به فوجيان د بابليانو آفسرانو ته ستاسو نه بوځى. نو بيا به د تلو په وخت دا ښځې تاسو ته داسې پېغور درکوى او درته به وائى چې، ”ستاسو څومره ښۀ دوستان وُو، ټولو تاسو سره دوکه وکړه او بېلارې يې کړئ. او کله چې ستا پښه په دلدل کښې کېښودے شوه نو بيا يې تۀ خپل نصيب ته پرېښودلې.“