4 د هغوئ په دروغژنو خبرو مۀ دوکه کېږئ چې وائى، ”مونږ دلته په امن کښې يُو ځکه چې دا د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور، د خُدائ پاک کور دے.“
نو زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيليان د هغه مُلک نه لرې کړم کوم چې ما ورکړے دے. او زۀ به دا کور هم پرېږدم چې ما د خپل عبادت دپاره مقدس کړے دے. ټول قومونه به د بنى اِسرائيلو په مُلک پورې خندا کوى او سپک به ورته ګورى.
تاسو د مقدس ښار اوسېدونکى يئ او وايئ چې تاسو د بنى اِسرائيلو په خُدائ پاک باور کوئ، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. هغه فرمائى،
په عدالت کښې څوک هم د اِنصاف مقدمه نۀ چلوى، څوک هم د رښتيا دليلونه نۀ پېش کوى. خلق حقيقت نه خالى خبرو باندې اعتبار کوى او دروغ وائى، هغوئ د بدعملۍ نه اُميدواره شى او بيا ترېنه ګناه پېدا شى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟“
بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.
ځکه چې هغوئ په بنى اِسرائيلو کښې شرمناک ګناهونه کړى دى، هغوئ د خپلو ګاونډيانو د ښځو سره د زنا باوجود، زما په نامه د دروغو پېغام خلقو ته وړاندې کړے دے د کوم چې ما هغوئ ته حُکم نۀ دے ورکړے. خو ما ته د هغوئ په حقله عِلم دے او په هغوئ باندې زۀ ګواه يم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
”ټولو جلاوطنو ته خط ورولېږه او ورته وليکه چې، مالِک خُدائ د سمعياه نحلامى په حقله فرمائى چې، هغۀ د خپل ځان نه تاسو ته پېشګوئې کړې ده، او کۀ څۀ هم چې هغه ما تاسو ته نۀ دے درلېږلے. او هغۀ تاسو داسې تيار کړئ چې د هغۀ په دروغو باندې باور وکړئ.
هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.
نو بيا چې ما کوم افت په سيلا ښار نازل کړے دے نو زۀ به هم هغه افت په دې عبادتخانې چې زما نوم پرې ليکلے شوے دے، او په دې عبادتخانه چې تاسو پرې يقين کوئ، او په دې ځائ چې ما ستاسو پلار نيکۀ او تاسو له درکړے دے نازل کړم.
تاسو زما د خلقو په مينځ کښې د لږو اوربشو او د يو څو ټوکړو روټۍ دپاره زما بېحرمتى وکړه. تاسو زما غوره شوى خلقو ته دروغ ووئيل او هغوئ هم په تاسو باور وکړو او دغه شان تاسو هغوئ ووژل څوک چې د وژولو نۀ وو او هغوئ مو ژوندى پرېښودل څوک چې د ژوندى پرېښودلو نۀ وو.
د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“
په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې.
نو داسې کارونه وکړئ چې ورنه ستاسو د توبې ايستلو پته ولګى. تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.