چې هغوئ به د سختو بيمارو نه مړۀ شى. او په هغوئ به هيڅ څوک ژړا ونۀ کړى او نۀ به يې ښخ کړى، او د هغوئ لاشونه به په زمکه لکه د سوټو په شان خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. او هغوئ به په جنګ او قحط مړۀ شى، او د هغوئ لاشونه به د ټپوسانو، او د ځنګلى ځناورو خوراک شى.
په هغه ورځ به چې کوم خلق مالِک خُدائ وژلى وى د هغوئ لاشونه به هر چرته د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې پراتۀ وى. په هغوئ باندې به نۀ څوک ماتم کوى او نۀ به يې څوک رايوځائ کولے شى او نۀ به ښخولے شى خو په زمکه به لکه د ډيران د ډيرى په شان پراتۀ وى.
ځکه چې مرګ زمونږ کور ته په کړکو راننوتے دے او زمونږ قلعو ته رادننه شوے دے، هغه اوس ماشومان د کوڅو نه او ځوانان د بازارونو او چوکونو نه راټولوى او تېروى.
زۀ به تا او ستا د نِهرونو هغه ټول کبان په صحرا کښې پرېږدم. تۀ به په اوچه زمکه پروت يې او تۀ به نۀ راغونډ او نۀ اوچت کړے شې. زۀ به تا د زمکې د ځناورو او د هوا د مارغانو خوراک کړم.
د بنى اِسرائيلو په غرونو به تۀ سره د خپلو ټولو فوجيانو او ټولو قومونو چې تا سره دى قتل کړے شې. زۀ به تاسو د هر قسمه مردار خورو مارغانو او ځنګلى ځناورو په خوراک بدل کړم.