30 مالِک خُدائ فرمائى چې د يهوداه خلقو زما د سترګو د وړاندې ګنده کارونه کړى دى، هغوئ زما په کور کښې خپل پليت بُتان اېښى دى په کومو چې زما نوم ليکلے دے او هغه يې ناپاکه کړے دے.
هغۀ د غېرو قومونو د عبادت ځايونه بيا جوړ کړل کوم چې د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو، هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربانګاه جوړې کړې او د اِسرائيل بادشاه اخىاب په شان د اشيرې بُت نښه يې جوړه کړه. منسى د ستورو عبادت هم کولو.
هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د غېرو قومونو قربانګاه جوړې کړې، په هغه ځائ کښې چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، ”زما نوم به په يروشلم کښې همېشه باقى پاتې وى.“
هغۀ د اشيرې بُت نښه د مالِک خُدائ په کور کښې کېښوده، چې د دې په حقله مالِک خُدائ داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په يروشلم کښې، په دې کور کښې هغه ځائ دے چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو دولسو قبيلو نه خوښ کړے دے چې چرته به زما د نوم درناوے کيږى.
هغه ټولې قربانګاه چې د يهوداه بادشاهانو د محل په چت باندې د احاز بادشاه د کوټې نه بره جوړې کړې وې نو يوسياه بادشاه هغه راوغورزولې، سره د هغه قربانګاه چې منسى بادشاه د مالِک خُدائ کور په دوو دربارونو کښې اېښې وې، هغۀ قربانګاه ذرې ذرې کړلې او د دې ټُکړې يې د قِدرون په وادۍ کښې واچولې.
هغۀ د مالِک خُدائ د کور نه هغه پردى بُتان او نښې لرې کړې کومې چې هغۀ هلته اېښې وې او هغۀ د غېرو قومونو هغه قربانګاه لرې کړې کومې چې د مالِک خُدائ د کور په غرۀ او په يروشلم کښې په نورو ځايونو کښې وې، هغۀ دا ټول څيزونه د ښار نه بهر يوړل او وې غورزول.
هغۀ علاقائى عبادتخانې بيا جوړې کړې چې کوم د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو. هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربانګاه جوړې کړې، د اشيرې بُت نښې يې جوړې کړې او د ستورو عبادت يې وکړو.
هغۀ چې کوم بُت جوړ کړے وو هغه يې واخستلو او د خُدائ پاک په کور کښې يې ودرولو چې د کوم په حقله خُدائ پاک داؤد او د هغۀ زوئ سليمان ته فرمائيلى وُو، ”په دې کور کښې او په يروشلم کښې به زۀ خپل نوم د همېشه دپاره وساتم کوم ښار چې ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه خوښ کړے دے.
زۀ به په هغوئ باندې لوئ مصيبت راولم، هغه ټول څيزونه چې دوئ ترې نه يرېدل. ځکه چې کله ما آواز ورکړو، نو هغوئ جواب رانۀ کړو، او چې کله مې ورسره کلام کولو، نو هغوئ اورېدو نه. او زما د سترګو په وړاندې هغوئ قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به يې کول د څۀ چې هغوئ ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“
زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بېساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نبيان او اِمامان دواړه بېخُدايه کارونه کوى، تر دې چې ما په خپل کور کښې هم د دوئ بدعملۍ پېدا کړى دى.
هغوئ خپل حرام بُتان زما په کور کښې اېښى دى، کوم کور چې زما د عبادت دپاره جوړ شوے وو او هغوئ په دې زما کور پليت کړے دے.
هغوئ د هنوم په وادۍ کښې بعل ته علاقائى عبادتخانې د دې دپاره جوړې کړې چې مولک بُت ته خپل زامن او لوڼه قربانى کړى. نۀ خو ما هغوئ له د داسې کولو حُکم ورکړو او نۀ زما ذهن ته داسې خرابه خبره راغلې ده چې هغوئ به داسې په بد او پليت کار کولو سره يهوداه ګناه ګار کړى.“
هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم.
هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.
د هغۀ لښکر به راشى چې د عبادتګاه بېحرمتى وکړى او روزانه قربانۍ به بندې کړى. هغوئ به هلته هغه ناپاکه بُت ودروى کوم چې به تباهى راولى.
هغه حکمران به د اووۀ کالو دپاره د ډېرو خلقو سره لوظ وکړى او د دې وخت په نيمه کښې به هغه قربانۍ او نذرانې ختمې کړى. او د مالِک خُدائ د کور په اوچت ځائ به يو داسې ناپاکه بُت کېږدى چې تباهى به راولى. او تر هغې پورې به هلته وى ترڅو چې خُدائ پاک هغه خپل اَنجام ته ورسوى کوم چې ورته هغۀ مقرر کړے دے.“