Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 7:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 مالِک خُدائ ربُ الافواج چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے فرمائى چې د خپل چال چلن او سلوک اصلاح وکړئ، نو بيا به زۀ تاسو ته په دې زمکه د اوسېدو دپاره موقع درکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 7:3
18 Iomraidhean Croise  

د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“


نو اوس مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او هغه کار کوئ چې هغه پرې رضا کيږى. د پردى مُلک د هغه خلقو نه خپل ځانونه جدا کړئ چې کوم زمونږ په مُلک کښې اوسيږى او د غېرو قومونو د ښځو نه ځان خلاص کړئ.“


هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.


بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“


نو بيا به هغه بادشاهان څوک چې د داؤد په تخت ناست دى نو هغوئ به د خپلو آفسرانو سره د دې ښار په دروازو ځى راځى. او هغوئ او د هغوئ آفسران به په آسونو او ګاډو سوارۀ راشى، او د يهوداه خلق به ورسره وى او هغوئ څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، او دا ښار به د تل دپاره آباد وى.


نو اوس زما د طرفه د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې ګورئ، زۀ په تاسو د افت راوستلو تيارے کوم او ستاسو خلاف منصوبه جوړوم. نو هر يو دې د خپلو بدو طريقو نه راواوړى، او هغه څۀ دې کوى کوم چې ښۀ وى.


او کۀ چرې هغه قوم کوم ته چې ما خبردارے ورکړے وى، د خپلو بدو عملونو نه راوګرځى، نو بيا به زۀ نرمۍ نه کار واخلم او د خپلې ارادې نه به واپس شم او په هغوئ به هغه افت نۀ راولم.


تاسو اوس د خپلو طريقو او اعمالو اصلاح وکړئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک تابعدارى وکړئ. نو بيا به مالِک خُدائ خپل سوچ بدل کړى او د کوم افت د نازلېدو منصوبه يې چې جوړه کړې ده هغه به نۀ نازلوى.


ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.


يوندب چې د ريکاب زوئ د هغۀ اولاد د خپل پلار حُکم ومنلو او د هغې پيروى يې وکړه، خو تاسو خلقو زما خبره ونۀ منله.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، کۀ چرې تاسو واپس ما له راتلل غواړئ نو ما له واپس راشئ. کۀ چرې تاسو خپل پليت بُتان زما د نظر نه اخوا کړئ او نور نۀ ګمراه کېږئ،


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“


تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan