يرمياه 7:26 - Pakistani Yousafzai Pashto26 خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل. Faic an caibideil |
هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.
ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.