Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 7:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 د کومې ورځې نه چې ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راووتل تر اوسه پورې، ورځ په ورځ، وخت په وخت، ما خپل خِدمت کوونکى پېغمبران تاسو له درولېږل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 7:25
30 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ هغوئ له پېغمبران ورولېږل چې خلق هغه واپس راوګرځوى، پېغمبرانو به هغوئ له خبردارے ورکولو خو خلقو ورته غوږ ونۀ نيولو.


مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک د خپلو خلقو د خبردارى دپاره پېغمبران رالېږل، ځکه چې خُدائ پاک غوښتل چې هغوئ او خپل کور بچ کړى.


زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بې‌عزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بې‌عزته يُو.


خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،


ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.


داسې څۀ شته چې ما د دې باغ دپاره نۀ وى کړى؟ نو بيا چې ما د دې باغ نه د خوږو انګورو توقع ساتله، نو دې تراوۀ ولې ونيول؟


کله چې ما ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راويستل نو ما بار بار دوئ ته خبردارے ورکړو چې زما تابعدارى وکړئ او تر نن ورځ پورې لګيا يم او هم دا خبردارے ورکوم.


”د يهوداه بادشاه د امون د زوئ يوسياه د بادشاهۍ د ديارلسم کال نه واخله، تر اوسه پورې مالِک خُدائ د درويشتو کالو دپاره ما ته پېغام راکړو او ما هغه تاسو ته څو ځله در رسولے دے، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو.


سره د دې چې مالِک خُدائ بيا بيا خپل خِدمتګاران پېغمبران رالېږلى دى، تاسو هغوئ ته نۀ غوږ نيولو او نۀ مو هغوئ ته توجو ورکوله.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ځکه چې هغوئ زما کلام ته غوږ نۀ نيولو، هغه پېغام چې ما بار بار د خپلو خادِمانو نبيانو په ذريعه هغوئ ته ورکړے وو. او تاسو جلاوطنو هم زما پېغام ته غوږ ونۀ نيولو، مالِک خُدائ فرمائى.


يوندب د ريکاب زوئ خپلو بچو ته حکم وکړو چې مے مۀ څښئ نو هغوئ د هغۀ دا حکم ومنلو. تر نن ورځ پورې چا هم په هغوئ کښې مے ونۀ څښل، ځکه چې هغوئ د خپل پلار نيکۀ د حکم پيروى کوى. خو ما تاسو سره په څو څو ځله خبرې وکړې خو تاسو زما د خبرو پيروى ونۀ کړه.


ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.


ما بار بار تاسو ته خپل خِدمتګاران پېغمبران درولېږل، هغوئ تاسو ته مِنت وکړو چې دا حرامکارى مۀ کوئ د کوم نه چې زۀ نفرت کوم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، هرکله چې تاسو دا د شرارت کارونه کول، ما تاسو ته بار بار د دوئ په حقله وينا وکړه، خو تاسو زما وينا ته غوږ ونۀ نيولو. ما تاسو ته آواز درکړو خو تاسو جواب رانۀ کړو.


هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ تا بنى اِسرائيلو له لېږم، يو سرکشه قوم له چا چې زما خلاف سرکشى کړې ده. د اول نه تر نن ورځې پورې دوئ په خپله او د دوئ پلار نيکۀ زما نافرمانى کړې ده.


زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم.


ما د پېغمبرانو سره کلام وکړو او ما پخپله ډيرې روياګانې څرګندې کړې او د پېغمبرانو په ذريعه مې درته تعبير کړې.


هم ما ستاسو ځينې زامن پېغمبران جوړ کړل او څۀ ځوانان مې د خِدمت دپاره د نذير په حيثيت وقف کړل. ولې دا رښتيا نۀ دى زما خلقو بنى اِسرائيلو؟“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.


ستاسو د پلار نيکونو د وخت نه تاسو زما د احکامو نه اوړېدلې يئ او عمل مو پرې نۀ دے کړے. ما ته راوګرځئ، او زۀ به تاسو ته راوګرځم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ، مونږ څنګه راوګرځُو؟


ځکه خو خُدائ پاک په خپل حِکمت کښې وئيلى دى چې زۀ به تاسو ته نبيان او رسولان درولېږم او په دوئ کښې به ځينې ووژلے شى او ځينې به وزورولے شى.


دا خبره مۀ هېروئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په بيابان کښې تاسو څنګه غصه کړو. د هغه ورځې نه واخله چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ تر ننه پورې چې دلته راورسېدلئ، تاسو د هغۀ خِلاف بغاوت کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan