Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 7:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 آيا هغوئ په خپل دې عمل سره ما ته نقصان رسوى څۀ؟ خو هغوئ خپل ځان ته نقصان رسوى او په خپل دې عمل سره خپل ځانونه شرموى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 7:19
21 Iomraidhean Croise  

زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بې‌عزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بې‌عزته يُو.


کۀ تا ګناه کړې وى، نو په خُدائ پاک باندې څۀ اثر پرېوځى؟ او کۀ تۀ بار بار غلطيانې کوې، نو تۀ به د هغۀ څۀ وکړې؟


خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“


نو هغې ته غوږ ونيسئ څۀ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زۀ به خپلو دشمنانو نه انتقام واخلم، او مخالفينو نه به بدل واخلم.


څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ به د شرم سره مخ شى، او هغوئ ټول به سپک شى.


د اوو بچو مور د غم نه بې‌هوشه پرته ده او ساه نۀ شى اخستلے، د هغې د بچو د ژوند رڼا ختمه شوه. هغه رسوا او شرمنده شوې ده. په هغوئ کښې چې څوک پاتې دى هغه به زۀ د دشمنانو په تُوره مړۀ کړم. دا د مالِک خُدائ وينا ده.“


اے بنى اِسرائيلو، ولې دا تاسو په خپله په خپل ځان نۀ دى کړى څۀ؟ کله چې مالِک ستاسو خُدائ پاک ستاسو رهنمائى کوله نو بيا په هغه وخت کښې تاسو هغه پرېښودو.


ستاسو شرارت به تاسو له سزا درکړى، او زما نه ستاسو د اوړېدو په وجه به تاسو ورټلے شئ. نو بيا تاسو په دې غور وکړئ او ځان خبر کړئ چې دا به ستاسو دپاره څومره بده او ترخه وى کله چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک پرېږدئ او تاسو د هغۀ نه، نۀ يرېږئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بې‌عزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.


زما د غضب طوفان به ستاسو ټول شپونکى جارُو کړى، او ستاسو ټول دوستان به جلاوطن کړى او هلته به غلامان شى او تاسو به د خپلو بدو عملونو په وجه سپک او شرمنده شئ.


مالِک خُدائ وفرمائيل چې، خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو، او تاسو چې څۀ جوړ کړى وُو د هغې په وجه تاسو زۀ په قهر او غصه کړم، او تاسو په خپله خپل ځان ته نقصان ورسولو.


مونږ له په کار دى چې بې‌عزتى او شرم قبول کړُو او په شرمونو پټ شُو. ځکه چې مونږ د خپل پلار نيکۀ سره د خپل مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په خلاف ګناه کړې ده. د اول نه تر آخره پورې مونږ د خپل مالِک خُدائ پيروى نۀ ده کړې.“


ځکه کوم بد کارونه چې هغوئ وکړل. هغوئ زما قهر په هغه خوشبو سوزولو او غېرو معبودانو ته په عبادت کولو راوچت کړو چې نۀ خو هغوئ او نۀ تاسو او نۀ د هغوئ پلار نيکۀ پېژندل.


زما د خلقو ژړا ته غوږ ونيسئ چې په ټول مُلک کښې اورېدلے کيږى، هغوئ تپوس کوى وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ صيون پرېښودے دے څۀ؟ آيا د هغوئ بادشاه نور دلته کښې نشته څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته په جواب کښې فرمائى چې، ”تاسو ولې د هسې فضول او پردو بُتانو په عبادت زما قهر او غضب راوپارولو؟“


د صيون نه د ژړا آوازونه اورېدلے کيږى چې وائى، ”واى، واى، مونږه څنګه تباه شُو او په شرمونو وشرمېدو. مونږ مُلک پرېښودو ته مجبوره شوى يُو، ځکه چې زمونږ کورونه تباه شوى دى.“


تۀ د خپلو شهوت پرستو ګاونډيانو مِصريانو سره په زناکارۍ کښې آخته شوې، او تا د ډيرې زنا کولو په وجه زما قهر او غضب راوپارولو.


يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟


د هغوئ بُت پرستۍ د مالِک خُدائ غېرت رابېدار کړو، د هغوئ حرام کار هغه په قهر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan