يرمياه 7:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 نو بيا چې ما کوم افت په سيلا ښار نازل کړے دے نو زۀ به هم هغه افت په دې عبادتخانې چې زما نوم پرې ليکلے شوے دے، او په دې عبادتخانه چې تاسو پرې يقين کوئ، او په دې ځائ چې ما ستاسو پلار نيکۀ او تاسو له درکړے دے نازل کړم. Faic an caibideil |
”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.