Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 6:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”تر دې چې کوم کسان په اِسرائيل کښې پاتې شوى دى هغوئ به دوباره راوشوکولے شى، لکه څنګه چې باغوان دوباره په بوټى کښې د پاتې شوو انګورو دانو د راشوکولو لټون کوى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 6:9
7 Iomraidhean Croise  

د هغوئ نه به يو هم بچ پاتې نۀ شى ځکه چې زۀ به د عنتوت په خلقو افت رانازل کړم. کله چې د هغوئ د سزا وخت راورسيږى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.


هغوئ څوک چې انګور راټولوى لږ څۀ غريبانانو ته پرېږدى. کۀ چرې په شپه کښې ورباندې غلۀ راشى، نو هغوئ به ورنه هر څۀ نۀ جارُو کوى.


او هر چرته چې د دې بدعمله قوم ژوندى کسان کوم چې ما خوارۀ وارۀ کړى دى اوسيږى، نو هغوئ به د ژوند نه په مرګ باندې خوشحاله وى.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ دا وفرمائيل.


او بيا بله فرښته د قربان‌ګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چې په اور يې اختيار وو، او هغې د تېرۀ لور لرونکى ته په اوچت آواز چغه کړه چې، ”خپل تېرۀ لور ورواچوه او په زمکه د انګورو د بوټو نه فصل راغونډ کړه ځکه چې انګور يې پاخۀ شوى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan