Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 6:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 هغوئ په ليندو او نېزو سره سمبال دى، هغوئ ټول ظالمان او بې‌رحمه دى. ټول جنګيالى يې په آسونو سوارۀ او په جنګى صف بندۍ کښې راروان دى او د هغوئ شور لکه د غضبناک سمندر په شان دے او په تا، صيون لورې، د حملې کولو دپاره تيار دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 6:23
21 Iomraidhean Croise  

دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى.


هغوئ به د خپلو غشو او ليندو سره زلمى ووژنى. هغوئ به په تې رَودُونکو ماشومانو او په نورو ماشومانو هيڅ رحم او ترس نۀ کوى.


بې‌شمېره قومونه د سمندر د شور په شان شور کوى، هغوئ داسې شور کوى لکه چې لوئې لوئې چپې په خپلو کښې جنګيږى.


زۀ به مِصر يو ظالم مالِک ته حواله کړم، يو طاقتور بادشاه به په هغوئ حکومت کوى. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“


ربُ الافواج داسې فرمائى چې، وګورئ، افت د يو مُلک نه بل مُلک ته پيوسته خوريږى او يو لوئ طوفان د دُنيا د بل سر نه راروان دے.


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


ستا ټولو ملګرو تۀ هېر کړے يې، هغوئ ستا پرواه نۀ کوى. ما په تا باندې داسې حمله وکړه لکه څنګه چې په دشمن کوم، او د يو ظالم په شان مې سزا درکړه، ځکه چې ستا شرارتونه ډېر غټ دى، او ستا ګناهونه ډېر زيات دى.


وګورئ، دشمن لکه د وريځو په شان زمونږ خوا ته راروان دے. د هغۀ جنګى ګاډۍ لکه د تېز طوفان په شان راروانې دى او د هغۀ آسونه د باز نه تېز دى. په مونږ افسوس، مونږ تباه او برباد شُو.


د دُنيا غېر قومونو ته خبردارے ورکړه او يروشلم ته اعلان وکړه چې، ”ستاسو او د يهوداه د ښارونو خلاف د جنګ چغې وهونکے غټ لښکر د لرې مُلک نه راروان دے.


د ښار خلق چې د فوجيانو د آسونو او د غشو ليندو شور او درزار واورى نو تښتى. او هر يو کس ځنګلونو او غرونو ته پناه وړى او هر يو ښار به خالى شى او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.


د هغوئ سره وژونکى غشى دى او ټول تکړه او زورَور فوجيان دى.


وګورئ، د شمال د خوا نه فوج راروان دے، يو لوئ قوم او ډېر بادشاهان د دُنيا د آخر نه راپاڅېدلى دى.


هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى.


دوئ به چغې وهى، ”راشئ او د جنګ دپاره تيار شئ. راځئ چې مونږ د غرمې په وخت حمله وکړُو. خو افسوس چې اوس ډېر ناوخته شو، د ورځ رڼا په ختمېدو شوه، او د ماښام تيارې راخورې شوې.


واورئ. زمونږ د دشمن د آسونو شڼېدل د دان د ښار نه اورېدلے کيږى. او د هغوئ د آسونو د هڼېدلو نه ټوله زمکه په لړزېدو ده. هغوئ د دې دپاره راغلى دى چې دا مُلک او هر څۀ چې په کښې دى تباه کړى، ښارونه او هر څوک چې په کښې اوسيږى تېر کړى.“


زۀ به خپل غضب په تاسو نازل کړم او د خپلې غصې اور له به ستاسو خلاف پوکے ورکړم، زۀ به تاسو قاتلانو او هغه کسانو ته حواله کړم چې په تباهۍ کښې ماهر وى.


مالِک خُدائ به ستاسو خِلاف د لرې ځائ نه يو قوم راولى، هغه قوم چې تاسو به يې په ژبه نۀ پوهېږئ. هغوئ به د باز په شان په تاسو باندې راغوټه شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan