خپلې سترګې اوچتې کړه او هغه فوج وګوره چې د شمال د خوا نه راروان دے. ستا هغه ښکلې رَمې اوس چرته دى چې ما تا ته سپارلې وې؟ ستا هغه ګډان چرته دى چې تا به پرې فخر کولو؟
زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
”مالِک خُدائ وفرمائيل چې، وګوره، د شمال نه اوبۀ څنګه راوچتيږى، او د سېلاب په شان په زور شور راروانې دى، دا به ټوله زمکه او هر څۀ چې په کښې دى رالاندې کړى، ښارونه او د هغې اوسېدونکى به ډوب کړى، ټول خلق به د مدد دپاره چغې وهى او څومره خلق چې په کښې اوسيږى هغوئ به ژړا کوى.
مالِک خُدائ فرمائى، اے اِسرائيله، زۀ به د لرې ځائ نه ستا خلاف يو زورَور او پخوانے قوم راولېږم چې په تا حمله وکړى چې تۀ يې په ژبه او خبرو باندې نۀ پوهېږې.
نو په دې وجه، اے اوحوليبه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ”زۀ به ستا عاشقان ستا خلاف راپاڅوم، د چا نه چې تۀ اوړېدلې يې او نفرت ترې کوې، او زۀ به هغوئ ستا خلاف د هرې خوا نه راولم.