يرمياه 6:20 - Pakistani Yousafzai Pashto20 نو بيا يې څۀ فائده ده چې دوئ د شيبا نه ما ته عطر راوړى دى، او يا د لرې مُلکونه نه قيمتى خوشبودارې مصالحې راوړى دى. زۀ به ستاسو سوزېدونکې نذرانې نۀ قبلوم. ستاسو په قربانو زۀ نۀ خوشحالېږم. Faic an caibideil |
خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.