يرمياه 6:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“ Faic an caibideil |
د ټولو مذهبى لانجو آخرى اختيار به د مشر اِمام امرياه سره وى او د خلقو په مينځ کښې د ټولو لانجو آخرى اختيار به د يهوداه د حکمران د اِسمٰعيل زوئ زبدياه سره وى. د ليويانو ذمه وارى د هغه فېصلو کتل دى کومې چې په عدالتونو کښې کيږى. تکړه شئ او په دې اصُولو عمل کوئ. او مالِک خُدائ دې د اِنصاف کوونکو سره وى.“