Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 6:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو د دې دپاره زۀ د مالِک خُدائ د قهر نه ډک شوے يم، او د برداشت نه بهر شوے يم.“ مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ خپله غصه په کوڅو کښې په ماشومانو او د زلمو په ډلو او په ښځې او خاوند او په سپين‌ږيرو او بوډاګانو نازلوم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 6:11
22 Iomraidhean Croise  

نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى.


زۀ د هغه خلقو سره شامل نۀ شوم چې خندا او خوشحالى به يې کوله. زۀ ځان ته کښېناستم ځکه چې ستا لاس په ما وو. او د هغوئ د ګناهونو په وجه زما قهر راوچت شو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زۀ رد کړے يم، او بار بار مو ما ته شا کړې ده. نو اوس به زۀ خپل لاس ستاسو د بربادۍ دپاره دراوږد کړم، نو په تاسو زۀ نور رحم نۀ شم کولے.


خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.


خو چې کله زۀ ووايم چې، ”زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم،“ نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ دوئ ته د دې بې‌شرمه کارونو په وجه سزا ورنۀ کړم څۀ؟ او ولې د داسې قوم نه بدله وانۀ خلم څۀ؟


نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“


اے ښځو، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسئ، او د هغۀ د خولې هرې خبرې ته غوږ ونيسئ. خپلو لوڼو ته د سندرو او ماتم کولو تعليم ورکړئ، او يو بل ته په خپلو کښې د ماتم کولو تعليم ورکړئ.


ځکه چې مرګ زمونږ کور ته په کړکو راننوتے دے او زمونږ قلعو ته رادننه شوے دے، هغه اوس ماشومان د کوڅو نه او ځوانان د بازارونو او چوکونو نه راټولوى او تېروى.


مالِک زما ټول فوجيان رد کړل کوم چې ما سره وُو. هغۀ زما خلاف د لښکر اعلان وکړو چې زما ځوانان غوبل کړى. مالِک د يهوداه نيازبين ښار لکه د انګور په شان په لنګرۍ کښې نچوړ کړو.


زاړۀ او زلمى په کوڅو کښې پراتۀ دى، په زمکه په کوڅو کښې زما ځوانې ښځې او ځوانان سړى په تُوره راغورزولے شوى دى. د خپل قهر په ورځو کښې تا هغوئ مړۀ کړل او په بې‌رحمۍ سره مو حلال کړل.


د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربان‌ګاه بې‌حرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.


نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.


نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، زۀ چې کوم طومار تا له درکوم دا وخوره او خپله خېټه پرې مړه کړه.“ نو بيا ما هغه وخوړو، او هغې زما په خولۀ کښې لکه د شاتو په شان خوږ خوند کولو.


بوډاګان، ځوانان، پېغلې، ښځې، او ماشومان، حلال کړئ، خو هغوئ ته لاس مۀ وروړئ د چا په تندى باندې چې نښه لګېدلې وى. زما د مقدس ځائ نه شروع وکړئ.“ نو بيا هغوئ دا کار د هغه مشرانو نه شروع کړو چې د خُدائ د کور په مخکښې ولاړ وُو.


خو زۀ په خپله د قدرت نه، د مالِک خُدائ د روح نه، او د اِنصاف او د قوت نه معمور يم، چې يعقوب ته خپل جرمونه، او بنى اِسرائيلو ته خپله ګناه وښايم.


زۀ تاسو ته وايم چې په هغه شپه به په يو کټ کښې دوه کسان وى، يو به واخستلے شى او بل به پرېښودلے شى.


بيا چې پولوس په اتينيه کښې د هغوئ په اِنتظار وو نو زړۀ يې ډېر غمژن شو چې ښار يې له بُتانو نه ډک وليدلو.


کله چې سيلاس او تيموتيوس د مِکدونيه نه راورسېدل نو پولوس خپل ځان په پوره توګه د تعليم دپاره وقف کړو او يهوديانو ته يې دا ګواهى ورکړه چې عيسىٰ هم مسيح دے.


مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.“


بيا ما د خُدائ پاک د کور نه يو اوچت آواز واورېدو چې هغه اووۀ فرښتو ته يې وئيل چې، ”لاړې شئ او د خُدائ پاک د قهر اووۀ جامونه په زمکه توئ کړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan