Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 52:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ د صدقياه د حکومت په يوولسم کال، په ښار کښې قحطى ډېره سخته شوه، او آخر يې ټول خوراک بلکل ختم شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 52:6
23 Iomraidhean Croise  

هم د هغه کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ، کله چې قحط دومره سخت وو چې د خلقو سره د خوراک هيڅ هم پاتې نۀ وُو،


مالِک خُدائ، ربُ الافواج به د يروشلم او يهوداه نه هغه هر څۀ لرې کړى چې په هغې پورې د خلقو ژوند تړلے دے. هغه به د هغوئ نه خوراک او د څښلو اوبۀ واخلى،


او کۀ چرې هغوئ ستا نه تپوس وکړى چې مونږ چرته لاړ شُو؟ هغوئ ته ووايه، چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، د کومو خلقو په نصيب کښې چې په وبا مړۀ کېدل دى هغوئ دې په وبا مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په جنګ کښې مړۀ کېدل دى هغوئ دې په جنګ مړۀ شى، د چا په نصيب کښې چې په لوږه مړۀ کېدل دى هغوئ دې په لوږه مړۀ شى، او د چا په نصيب کښې چې جلاوطنى ده هغه دې جلاوطن کړے شى.


زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.


هر څوک هم چې په دې ښار کښې پاتې شى نو هغه به په جنګ، قحط او يا د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې بهر ووځى او خپل ځان بابليانو ته حواله کړى چا چې ښار محاصره کړے دے هغوئ به ژوندى پاتې شى، او هغوئ ته به د ژوندون غنيمت ورکړے شى.


زۀ به د هغوئ د خندا او د خوشحالۍ چغې د دې ځائ نه خاموش کړم او زۀ به د هغوئ د وادۀ د ناوې او د زلمى د خوشحالۍ آوازونه خاموش کړم. د هغوئ د مېچونو آوازونه به خاموش کړم او د هغوئ ډيوې به مړې کړم.


نو صدقياه بادشاه حُکم وکړو چې يرمياه د يونتن منشى کور ته مۀ استوئ بلکې د هغې په ځائ يې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند کړئ. او بيا بادشاه دا حکم هم وکړو چې هره ورځ ورته د تنور يوه روټۍ تر هغه وخته پورې ورکوئ ترڅو چې په ټول ښار کښې يوه روټۍ هم وى. نو يرمياه بيا د فوجيانو چاوڼۍ کښې بند کړے شو.


”بادشاه سلامت، دې سړو ډېر زيات بد کار وکړو په دې چې هغوئ يرمياه نبى د اوبو په ډيګۍ کښې واچولو. هغه به ډېر زر د لوږې نه مړ شى، ځکه چې په ښار کښې روټۍ ختمه شوه.“


د صدقياه د بادشاهۍ په يوولسم کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ هغوئ د ښار دېوالونه مات کړل او ښار ته ورننوتل.


ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.


زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.


”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بې‌وفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.


د جلاوطنۍ په يوولسم کال، د درېمې مياشتې په اوله ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،


هرکله چې زۀ په تاسو د قحط د مرګونى او تباه کوونکى غشى ګزار وکړم، زۀ به په تا داسې ګزار وکړم چې تا به تباه کړم. زۀ به په تا بيا بيا قحط راولم او ستا د خوراک ذريعه به بنده کړم.


”د ښار نه بهر جنګونه او په ښار کښې دننه قحط او وباګانې روانې دى، څوک چې د ښار د دېوالونو نه بهر دى هغوئ به د دشمن په تُورو باندې مړۀ شى. او هغه څوک چې د ښار دننه دى د قحط او د وباګانو په وجه به مړۀ شى.


زۀ به په تاسو خوراک بند کړم، نو د لسو کورَنو اوړۀ به يو ښانک کښې يو ځائ تيارولے شى. هغوئ سره به خوراک ختم شى او چې کله تاسو هر څۀ وخورئ، نو بيا به هم اوږى يئ.


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”د يهوداه دپاره د څلورمې، پينځمې، اوومې او لسمې مياشت روژې نيول به د خوشحالۍ موقعې او د خوشحالۍ اخترونه وى. په دې وجه رښتيا او امن سره مينه ساتئ.“


هغوئ به د لوږې او تبې نه مړۀ شى، هغوئ به په دې سختو وباګانو مړۀ شى. زۀ به ځنګلى ځناور ورولېږم چې په هغوئ حمله وکړى، او زهرژن ماران به ورولېږم چې هغوئ وچيچى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan