33 نو يهوياکين خپلې د قېدخانې جامې يو خوا ته وويستلې او باقى ټول عمر يې د بادشاه په مېز باندې خوړل څښل کول.
فِرعون يوسف راوغوښتو او هغه فوراً د قېدخانې نه راوستے شو. چې هغۀ د سر او ږيرې وېښتۀ کل کړل او جامې يې بدلې کړې، نو هغه فِرعون ته پېش شو.
فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مهر لګېدلے وو او يوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د کتان يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله او د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو.
نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.
داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“
خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابىسلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربانه وُو.
نو يهوياکين د قېدخانې جامې بدلې کړې او باقى ټول عُمر يې د بادشاه په دسترخوان روټۍ خوړله.
تا زما وير د خوشحالۍ په ګډا باندې بدل کړو، تا رانه د غم جامې کوزې کړې او د خوشحالۍ لباس دې راکړو،
فرښتې هغوئ ته وفرمائيل څوک چې د هغۀ د وړاندې ولاړ وُو، ”د دۀ نه ګنده جامې وباسئ.“ بيا هغې يشوَع ته وفرمائيل، ”وګوره، ما ستا ګناهونه لرې کړل، او زۀ به تا ته ښائسته جامې درواغوندم.“