Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 52:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 د جلاوطنۍ په اووۀ دېرشم کال يهوياکين د يهوداه بادشاه په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه د دولسمې مياشتې په پينځويشتمه ورځ آزاد کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 52:31
8 Iomraidhean Croise  

په دې درېو ورځو کښې به فِرعون تا آزاد کړى او په خپل ځائ به دې کښېنوى. تۀ به هغۀ له پيالۍ ورکړې او د مخکښې په شان به د هغۀ ساقى يې.


په درېمه ورځ دا د فِرعون د پېدايښت ورځ وه، هغۀ خپلو ټولو درباريانو له يوه لويه روټۍ وکړه، هغۀ خپل ساقى او مشر نانبائى رابهر کړل او د خپلو درباريانو په مخکښې يې حاضر کړل.


کله چې خُدائ پاک خلق کمزورى کړى نو تۀ وائې دا ځکه چې هغوئ مغروره وُو، خو په اصل کښې خُدائ پاک خلق په دې طريقې سره بچ کوى.


نو بيا به زۀ خپله غړۍ هسکه کړم د هغوئ په وړاندې چا چې راګېر کړے يم، د هغۀ مقدس کور کښې به د خوشحالۍ په چغو قربانى وکړم، زۀ به سندرې او سرود او ثناء صِفت د مالِک خُدائ وکړم.


تۀ خو زما ډال يې چې زما نه ګېرچاپېره يې، تۀ زما جلال يې، څوک چې زما سترګې اوچتوى، اے مالِکه خُدايه،


د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.


د يهوداه بادشاه يهوياکين د يهويقيم زوئ د تخت نه د راکوزولو نه وروستو د بابل بادشاه نبوکدنضر د هغۀ په ځائ صدقياه د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه مقرر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan