30 او د نبوکدنضر د حکومت په درويشتم کال هغه نبوزردان راولېږلو او هغۀ نور اووۀ سوه او پينځۀ څلوېښت کسان قېديان بوتلل چې د ټولو شمېر څلور زره او شپږ سوه کسان شُو.
د شاهى محافظانو مشر نبوزردان، هغه خلق وويستل کوم چې په ښار کښې پاتې وُو، په دې کښې ماهِر کاريګران او هغه خلق شامل وُو چا چې د بابل بادشاه خِلاف بغاوت کړے وو.
د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهۍ د نولسم کال د پينځمې مياشتې په اوومه ورځ، د بادشاه مشير او د هغۀ د لښکر مشر نبوزردان يروشلم ته وردننه شو.
بيا نبوزردان، د فوجيانو کمانډر هغه کسان چې ژوندى پاتې شوى وُو او کوم کسان چې بګوړه شوى وُو هغوئ يې بابل ته بنديوان بوتلل.
نو بيا نبوزردان د بابل فوجى کمانډر هغه ځينې غريبانان خلق جلاوطن کړل او نور هغه کسان چې په ښار کښې پاتې وُو، او هم نور ماهِر کاريګران، او هغوئ څوک چې د بابل د بادشاه بګوړه شوى وُو هم بوتلل.
او د نبوکدنضر په اتلسم کال د حکومت په دوران کښې نور اتۀ سوه او دوه دېرش کسان د يروشلم نه قېديان بوتلل.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”تر دې چې کوم کسان په اِسرائيل کښې پاتې شوى دى هغوئ به دوباره راوشوکولے شى، لکه څنګه چې باغوان دوباره په بوټى کښې د پاتې شوو انګورو دانو د راشوکولو لټون کوى.“