26 نبوزردان هغوئ ټول ځان له کړل او د صوبه حمات په رِبله ښار کښې يې د بابل بادشاه له بوتلل.
د هغۀ بادشاهى په هغه وخت ختمه شوه چې د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د حمات مُلک رِبله ته هغه قېدى بوتلو، نو په يهوداه باندې يې درې زره څلور سوه کلو سپين زر او څلور دېرش کلو سرۀ زر محصُول حواله کړو.
نبوزردان هغوئ د بابل بادشاه له بوتلل، چې هغه د رِبله په ښار کښې وو
د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهۍ د نولسم کال د پينځمې مياشتې په اوومه ورځ، د بادشاه مشير او د هغۀ د لښکر مشر نبوزردان يروشلم ته وردننه شو.
خو د بابليانو لښکر ورپسې وو او د يريحو سره نزدې يې په هوار مېدان صدقياه ونيولو. هغوئ هغه د بابل نبوکدنضر بادشاه له بوتلو، څوک چې په رِبله کښې د حمات په علاقه کښې وو. هلته د بابل بادشاه په صدقياه د سزا فېصله واوروله.
بيا نبوزردان، د فوجيانو کمانډر هغه کسان چې ژوندى پاتې شوى وُو او کوم کسان چې بګوړه شوى وُو هغوئ يې بابل ته بنديوان بوتلل.
بيا به دا د عين نمرخاتۀ طرف رِبله ته ورسيږى او د ګليل درياب نمرخاتۀ غاړې غرونو ته به ورسيږى،