Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 52:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 هغه زېړ چې کوم په ستنو کښې وُو، د زېړو سمندر او هغه دولس غوَيان چې ورلاندې جوړ شوى وُو، هغه ستنې، کومې چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړې کړې وې، دومره زيات درانۀ وُو چې وزن کولو نه بهر وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 52:20
6 Iomraidhean Croise  

ډيګۍ د زېړو دولسو غوَيانو په شا باندې پراته وه چې مخونه يې بهر وُو، چې په څلورو طرفونو باندې درې درې وُو.


سليمان د زېړو دا څيزونه تللى نۀ وُو، ځکه چې دا ډېر زيات وُو، نو د دې وزن کله هم معلوم نۀ کړے شو.


سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره چې کوم سامان يې د زېړو نه جوړ کړے وو، يعنې، دوه ستنې، ګاډۍ او لويه ډيګۍ، خو د دې ټولو دومره وزن وو چې تللے نۀ شو.


او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.


دومره زيات سامان په کښې جوړ شوے وو چې هيچا هم د هغه زېړو ټول وزن معلوم نۀ کړو چې په دې کښې استعمال شوى وُو.


بابليانو هغه د زېړو ستنې ماتې کړې، او هغه ګاډۍ او د زېړو تالاب چې نوم يې سمندر وو، کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې وو او هغوئ ټول زېړ د خپل ځان سره بابل ته يوړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan