Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 52:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 هغوئ د خپل ځان سره ټول هغه سامان يوړلو کوم به چې د خُدائ په کور کښې د خِدمت کولو دپاره استعمالېدلو، لکه بېلچې او د ايرو لوښى، د ډيوو سرپوښونه، چمچۍ، د قربانۍ د وينې اوچتولو جامونه، پيالۍ، د خوشبويۍ سوزولو لوښى او د زېړو نور ټول سامان يې لوټ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 52:18
27 Iomraidhean Croise  

حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ د مالِک خُدائ د کور هغه ټول کار پوره کړو چې د سليمان دپاره يې کولو. هغۀ دا څيزونه جوړ کړل، دوه ستنې، د ستنو دپاره دوه د جامونو په شان سرونه، په هر يو باندې تړلى شوى زنځيرونه، څلور سوه د زېړو انار، چې د زنځيرونو نه ګېرچاپېره هر طرف سل سل په دوه قطاره کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، ډيګۍ، دولس غوَيان چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او جامونه. حيرام چې سليمان بادشاه له د مالِک خُدائ د کور دپاره کوم سامان جوړ کړو هغه ټول د ځلېدونکى زېړو وو.


پيالۍ، د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو د وړلو دپاره لوښى، او د زيات مقدس ځائ د دروازو دپاره قبضې او د مالِک خُدائ د کور بهرنۍ دروازې. دا ټول سامان د سوچه سرو زرو نه جوړ وو.


هغۀ ورته دا هم ووئيل چې د درې غاښو، جامونو او منګو په جوړولو کښې څومره سوچه سرۀ زر او د لوښو په جوړولو کښې به څومره سپين زر او سرۀ زر استعماليږى،


حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ دا هر څۀ هغسې مکمل کړل چې څنګه يې د سليمان بادشاه سره وعده کړې وه چې د خُدائ پاک د کور دپاره به يې جوړوى: دوه ستنې، د ستنو دپاسه دوه د جامونو په شان تاجونه، په هر تاج باندې د زنځير د کَړو شکلونه، د زېړو څلور سوه انار چې د هر تاج نه ګېرچاپېره په دوو قطارونو کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، يوه ډيګۍ، دولس غوَيى چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او درې غاښى. د کاريګرو مشر حيرام دا هر څۀ د پړقېدونکو زېړو نه جوړ کړل، لکه څنګه چې سليمان بادشاه حُکم کړے وو، چې دا دې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى.


د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدونکى لوښى. دا ټول څيزونه د سوچه سرو زرو نه جوړ شوى وُو. د خُدائ پاک د کور بهرنۍ دروازې او د زيات مقدس ځائ دروازې په سرو زرو باندې پټې کړے شوې وې.


د سوچه سرو زرو نه رکېبۍ او لوښى جوړ کړه او دغه شان د نذرانو تويَولو دپاره منګى او جامونه هم جوړ کړه.


د هغې سرپوښونه او مجمعې د سوچه سرو زرو وى.


د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې دپاره لوښى جوړ کړه. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ کړه.


هغۀ د مېز دپاره د سوچه سرو زرو نه دا لوښى جوړ کړل، جامونه، کاسې، رکېبۍ او د څښلو نذرانو تويَولو دپاره منګى.


د ډيوټ دپاره هغۀ اووۀ ډيوې جوړې کړې او هغۀ ورله د سوچه سرو زرو نه ايره پاکوونکې چمټې او مجمعې جوړې کړې.


هغۀ د قربان‌ګاه دپاره دا ټول سامان هم جوړ کړو، د ايرو د لرې کولو دپاره لوښى، بېلچې، جامونه، درې غاښى او د ګرمې ايرې لرې کولو دپاره لوښى. دا ټول سامان د زېړو نه جوړ وو.


هغوئ به په دې باندې هغه ټول سامان کېږدى چې د قربان‌ګاه په خِدمت کښې استعماليږى. لکه د اور لوښى، د غوښې دپاره درې غاښۍ، بېلچې او ښانکونه. بيا به هغوئ په دې باندې د څرمنې يوه ښۀ ټوټه واچوى، د وړلو دپاره به بازوګان وردننه کړى.


هغوئ به په مېز باندې د آسمانى رنګ کپړه خوره کړى چې په کوم مېز باندې د مالِک خُدائ روټۍ وى او په دې به لوښى، د خوشبويۍ جامونه، د نذرانو جامونه او د څښلو نذرانو دپاره منګى کېږدى. په مېز به همېشه روټۍ پرته وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan