Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 52:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو بيا نبوزردان د بابل فوجى کمانډر هغه ځينې غريبانان خلق جلاوطن کړل او نور هغه کسان چې په ښار کښې پاتې وُو، او هم نور ماهِر کاريګران، او هغوئ څوک چې د بابل د بادشاه بګوړه شوى وُو هم بوتلل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 52:15
7 Iomraidhean Croise  

د شاهى محافظانو مشر نبوزردان، هغه خلق وويستل کوم چې په ښار کښې پاتې وُو، په دې کښې ماهِر کاريګران او هغه خلق شامل وُو چا چې د بابل بادشاه خِلاف بغاوت کړے وو.


د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهۍ د نولسم کال د پينځمې مياشتې په اوومه ورځ، د بادشاه مشير او د هغۀ د لښکر مشر نبوزردان يروشلم ته وردننه شو.


او يرمياه ته دا پېغامونه تر دې چې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه په ټول حکومت کښې او د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ د صدقياه د حکومت د يوولسم کال تر پينځمې مياشتې پورې مِلاوېدل کله چې د يروشلم خلق جلاوطن کړے شوى وُو.


بيا نبوزردان، د فوجيانو کمانډر هغه کسان چې ژوندى پاتې شوى وُو او کوم کسان چې بګوړه شوى وُو هغوئ يې بابل ته بنديوان بوتلل.


هغوئ ته ووايه چې، زۀ ستاسو دپاره نمونه يم. څنګه عمل چې ما وکړو نو هم هغه شان به د يروشلم د خلقو سره وشى، هغوئ به جلاوطن او قېديان کړے شى.


زۀ به ټول قومونه راغونډ کړم چې د يروشلم خلاف جنګ وکړى، ښار به محاصره شى، کورونه به لوټ شى او ښځې به په زور بې‌عزته شى. نيم ښار به جلاوطن شى، خو نور پاتې خلق به د ښار نه بونۀ تلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan