Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 52:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو هغوئ د صدقياه سترګې وويستلې، د پيتلو په زنځيرونو يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو چرته چې هغه د خپل مرګ تر وخته پورې هلته پروت وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 52:11
7 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بې‌دردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“


بيا هغوئ د صدقياه سترګې راوويستلې او هغه يې د پيتلو په زنځيرونو وتړلو او بابل ته يې بندى بوتلو.


هغۀ خپل کور داسې په آسانه راوغورزولو لکه تۀ به وائې چې په باغ کښې يې جونګړه راوغورزوله، او د عبادت مقدس ځائ يې تباه کړو. مالِک خُدائ په صيون مقدس اخترونه او د سبت د ورځو يادونه هېر کړل. په خپل سخت قهر او غضب کښې يې بادشاه او اِمام دواړه رد کړل.


نو زۀ به خپل جال هغۀ ته خور کړم، او هغه به زما په جال کښې راګېر شى، زۀ به هغه بابل ته د کلدانيانو مُلک ته راولم، خو هغه به يې ونۀ وينى، او هلته به هغه مړ شى.


مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه به د بابل په مُلک کښې مړ شى، د هغه بادشاه په مُلک کښې چا چې هغه په تخت کښېنولے وو، د چا قسم ته چې هغۀ سپک وکتل او چې د چا لوظ يې مات کړو.


هغوئ به ستا خلاف د وسلو، جنګى ګاډو او ريړو او د ډېرو خلقو او لوئ لښکر سره راشى. هغوئ به ستا خلاف هرې خوا ته مورچه شى او د لويو او وړو ډالونو او جنګى ټوپۍ په سر به په تا حمله وکړى. او زۀ به تا هغوئ ته د سزا دپاره حواله کړم. او هغوئ به د خپل قانون په مطابق تاسو له سزا درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan