10 هغوئ د صدقياه په مخامخ د هغۀ زامن او د يهوداه ټول آفسران حلال کړل.
او لږه لرې ترې کښېناسته، هغې د ځان سره ووئيل چې، ”زۀ دا نۀ شم زغملے چې د خپل زوئ مرګ ووينم.“ او هغه هلته ناسته وه سلګۍ يې وهلې او ژړل يې.
چې دا هلک زما سره نۀ وى نو زۀ څنګه واپس خپل پلار له لاړ شم؟ داسې غم چې زما په پلار راشى نو هغه زۀ نۀ شم زغملے.“
نو د صدقياه په مخکښې د هغۀ دوه زامن ووژلے شول، نبوکدنضر د صدقياه نه سترګې وويستلې، هغه يې د زېړو په هتکړو کښې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.
مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”دا کس په بېاولادو کښې حساب کړه، دا کس به په خپل ټول ژوند کښې نۀ خوشحاله او نۀ آباد شى. د هغۀ د اولاد نه به څوک هم آباد نۀ شى، او يو به هم نۀ د داؤد په تخت کښېنى، او نۀ به په يهوداه کښې حکومت وکړى.“
زۀ به د يهوداه بادشاه صدقياه او د هغۀ آفسران هم د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى. کۀ څۀ هم چې د بابليانو د بادشاه لښکرو خپلې حملې ستاسو خلاف بندى کړى دى،
د رمې نه د خاص څاروے غوښه په کښې واچوئ، او د دېګ لاندې خشاک کېږدئ. او اوبۀ وويشوئ، او هډوکى هم د غوښې سره پاخۀ کړئ.
بوډاګان، ځوانان، پېغلې، ښځې، او ماشومان، حلال کړئ، خو هغوئ ته لاس مۀ وروړئ د چا په تندى باندې چې نښه لګېدلې وى. زما د مقدس ځائ نه شروع وکړئ.“ نو بيا هغوئ دا کار د هغه مشرانو نه شروع کړو چې د خُدائ د کور په مخکښې ولاړ وُو.
او دا تکليفونه چې تاسو وينئ نو تاسو به ليونى شئ.