8 خو ناګهانه بابل هم راوغورزېدو په هغۀ ماتم وکړئ. د هغۀ زخمونو له مرهم ورکړئ. کېدے شى چې هغه شفا ومومى.
اوس وګورئ، د دؤو آسونو والا جنګى ګاډۍ راروانه ده چې يو سړے پکښې سور دے.“ څوکيدار ووئيل، ”بابل ختم شوے دے. د بابل ټول بُتان ټوټې ټوټې شوى دى او په زمکه باندې خوارۀ وارۀ پراتۀ دى.“
داسې افت به په تا راشى، چې ستا يو جادو منتر به هم دا منع کولے نۀ شى. تباهى به په تا باندې راشى او هيڅ منښته به دا بندولے نۀ شى. وبا به په تا باندې ناڅاپه راشى، او تۀ به د هغې دپاره تياره نۀ يې.
خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.
اے د مِصر پېغلې لورې، جِلعاد ته لاړه شه او هلته دارو ولټوه. خو ستاسو رنګارنګ دوائى به تاسو ته شفا درنۀ کړى.
هغوئ به په جواب کښې ووائى چې، د ارنون د سيند په غاړه موآب تباه شو او په شرمونو وشرمېدو، په چغو او سورو په هغۀ ماتم او ژړا وکړئ.
نو په دې وجه زۀ په موآب ماتم کوم، زۀ د ټولو موآبيانو دپاره ژړا کوم، او زۀ د قيرحراست د خلقو دپاره ژړا کوم.
”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى.
مالِک خُدائ د بابل په حقله فرمائى چې، ”د بابل هغه لوئ ښار چې ټولې دُنيا به يې صِفت کولو څنګه شکست وخوړو او قبضه شو، د ټولو قومونو دپاره د بابليانو نه څۀ يروونکے منظر جوړ شو.
آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟
”اے بنى آدمه پېشګوئې وکړه او ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، وير وکړئ او ووايئ، افسوس دې وى په هغه ورځ
نو په دې وجه خُدائ پاک لاس راولېږلو کوم چې دا پېغام وليکلو.
داريوس ميدى چې د دوو شپيتو کالو وو نو بادشاهى يې ونيوله.
ستا زخم هيڅ يو څيز هم نۀ روغوى، ستا زخم وژونکے دے. هر څوک چې ستا په حقله ستا په راغورزېدو خبر شى هغه لاسونه پړقوى، ځکه داسې څوک نشته چې ستا د نۀ ختمېدونکى ظلم نه خلاص شوى وى.
بيا هغې نه وروستو بله دوېمه فرښته راغله او هغې وئيل چې، ”وغورزېدو، لوئ بابل وغورزېدو چې په ټولو قومونو يې د خپلې زناکارۍ او مستۍ د شرابو نه څښلى دى.“
بيا هغې په اوچت آواز چغه کړه، ”پرېوتو، لوئ بابل پرېوتو. هغه د پيريانو کور، د ټولو ناپاکو روحونو اډه، او د مردارو مارغانو او د مردارو او حرامو ځناورو کور دے.