يرمياه 51:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 د بابل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې بابل حقدار وى. Faic an caibideil |
ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.