59 يرمياه نبى دا پېغام د عملى آفسر سراياه د نيرياه زوئ يعنې د محسياه نمسې ته هغه وخت ورکړو کله چې هغه بابل ته د صدقياه د يهوداه بادشاه د حکومت په څلورم کال د هغۀ سره لاړو.
خو زمونږ پلار نيکۀ د آسمان خُدائ پاک غصه کړو نو په دې وجه هغوئ يې د بابل بادشاه نبوکدنضر ته پرېښودل، چا چې دا کور وران کړو او خلق يې بابل ته جلاوطن کړل.
د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،
او دواړه مې باروک د نيرياه زوئ او د محسياه نمسى ته د حنمايل او د هغه ګواهانو چا چې په انتقال دستخط کړے وو او د هغه ټولو خلقو په موجودګۍ کښې چې په فوجى چاوڼۍ کښې ناست وُو حواله کړل.
نو بيا يرمياه باروک د نيرياه زوئ راوغوښتلو، او کله چې يرمياه هغۀ ته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو، نو باروک هغه په يو طومار کښې وليکل.
يرمياه نبى باروک د نيرياه زوئ ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال چې د يهوداه بادشاه وو پېغام ورکړو د دې نه وروستو کله چې باروک په طومار کښې هغه څۀ وليکل کوم چې ورته يرمياه فرمائيلى وُو.
صدقياه د يويشتو کالو وو کله چې هغه د يهوداه بادشاه شو، او هغۀ په يروشلم يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ د مور نامه حموطل وه، چې د يرمياه لور وه، چې هغه د لِبناه وه.